د فاریاب اندخوی ولسوالۍ لسګونه زره وګړو ستونزې

    • Author, امیر بریال
    • دنده, مزار شریف

د افغانستان په شمالي فاریاب ولایت کې د اندخوی لسگونه زره کسان د څښاک اوبو له جدي ستونزه سره مخامخ دي.

دغه ګردی حوض تر مځکی لاندې له صافو خوږو اوبو نه ډک وي.
د عکس تشریح، دغه ګردی حوض تر مځکی لاندې له صافو خوږو اوبو نه ډک وي.
د آمو له سیند نه د فاریاب اندخوی دغې سیمې ته د اوبو غځېدلې نل لیکه هره اونۍ له تخنیکي ستونزو سره مخ وي، خلک د اوبو د زېرمو او ټانکرونو وچ نل ته په دې تمه انتظار کاږي چې له خوږو اوبو به بوشکې ډکې کړي.
د عکس تشریح، د آمو له سیند نه د فاریاب اندخوی دغې سیمې ته د اوبو غځېدلې نل لیکه هره اونۍ له تخنیکي ستونزو سره مخ وي، خلک د اوبو د زېرمو او ټانکرونو وچ نل ته په دې تمه انتظار کاږي چې له خوږو اوبو به بوشکې ډکې کړي.
د اندخوی په مرکز کې دا مهال یوه ریکشاه اوبه له ۱۲۰ افغانیو نه تر ۲۵۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
د عکس تشریح، د اندخوی په مرکز کې دا مهال یوه ریکشاه اوبه له ۱۲۰ افغانیو نه تر ۲۵۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
د اندخوی یوه اوسیدونکي محمد صدیق بي بي سي ته وویل چې آن دغلته په ځینو سيمو کې خلک یوه بوشکه خوږې اوبه تر ۵۰ افغانیو پورې په بیه اخلي.
د عکس تشریح، د اندخوی یوه اوسیدونکي محمد صدیق بي بي سي ته وویل چې آن دغلته په ځینو سيمو کې خلک یوه بوشکه خوږې اوبه تر ۵۰ افغانیو پورې په بیه اخلي.
ازبکي ډوډۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ډېر مینه وال لري.
د عکس تشریح، ازبکي ډوډۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ډېر مینه وال لري.
د اندخوی ولسوالۍ وګړي ۲۴ ساعته برېښنا لري، خو د اوبو له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د عکس تشریح، د اندخوی ولسوالۍ وګړي ۲۴ ساعته برېښنا لري، خو د اوبو له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د زیاترو وګړو به څېر د فاریاب خلک هم کار پسې په بازار او چوکونو کې سرګردانه ګرځي.
د عکس تشریح، د افغانستان د زیاترو وګړو به څېر د فاریاب خلک هم کار پسې په بازار او چوکونو کې سرګردانه ګرځي.
بي بي حاجي حضرتو چې د اندخوی په مرکز کې اوسیږي وايي، چې له خوږو اوبو چې دوی ېې په بیه اخلي یوازې د څښاک او دیګ لپاره کار اخلي او د لوښو د پریولو، څارویو او جامو مینځلو ته د سيمې د څاګانو له تروو او ترخو اوبو کار اخلي.
د عکس تشریح، بي بي حاجي حضرتو چې د اندخوی په مرکز کې اوسیږي وايي، چې له خوږو اوبو چې دوی ېې په بیه اخلي یوازې د څښاک او دیګ لپاره کار اخلي او د لوښو د پریولو، څارویو او جامو مینځلو ته د سيمې د څاګانو له تروو او ترخو اوبو کار اخلي.
د کورنیو په اقتصادي وده کې د فاریاب مېرمنې هم برخه لري.
د عکس تشریح، د کورنیو په اقتصادي وده کې د فاریاب مېرمنې هم برخه لري.
روانو ټاکنو لانجو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پر سوداګرۍ او ګټو وټو منفي اغېز کړی.
د عکس تشریح، روانو ټاکنو لانجو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پر سوداګرۍ او ګټو وټو منفي اغېز کړی.
په وروستیو کې له فاریاب نه د ناامنیو داسې رپوټونه خپاره شول، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې له دواړو لورو لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي وو.
د عکس تشریح، په وروستیو کې له فاریاب نه د ناامنیو داسې رپوټونه خپاره شول، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې له دواړو لورو لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي وو.
فاریاب د افغانستان په شمال کې یو لرې ولایت دی چې د خلکو د کاروبار زمینه یې ډېره کمه ده.
د عکس تشریح، فاریاب د افغانستان په شمال کې یو لرې ولایت دی چې د خلکو د کاروبار زمینه یې ډېره کمه ده.