لوى شرکتونه هکران په دندو گوماري
ډېره کمه به داسې ورځ تېرېږي چې پر يو لوی شرکت د انټرنېټي بريد خبر وانه ورېدل شي او د نړۍ لر او بر کاروبارونه دا نژدې ناشونې مومي چې د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې دې خوندي پاتې شي. خو ډېری شرکتونه اوس په خپله د دغې ستونزې غم داسې خوري چې تر ټولو غوره او ځلېدونکو هکرانو پسې ګرځي او د خپلو ادارو لپاره يې پر دندو ګوماري. نو اوس به د دې زده کول چې څوک دې يو هکر شي، د مسلک غوراوي يو ښه ګام وي؟