تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون پیل کړ

تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون پیل کړ

پاکستان کې د خپلواکۍ د لمانځنې په ورځ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو له لاهور ښاره د پلازمېنې اسلام آباد په لور اوږد لاریون پیل کړ.
د عکس تشریح، پاکستان کې د خپلواکۍ د لمانځنې په ورځ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو له لاهور ښاره د پلازمېنې اسلام آباد په لور اوږد لاریون پیل کړ.
د عمران خان د کور مخې ته په ګڼ شمېر کې خلک ټول شوي وو.
د عکس تشریح، د عمران خان د کور مخې ته په ګڼ شمېر کې خلک ټول شوي وو.
د آزادۍ په نامه د دغه اوږد لاریون منزل پلازمېنه اسلام آباد دی او تحریک انصاف ګوند وايي چې د مسلم لیک نواز شریف ډلې په مشرۍ حکومت دې استعفی ورکړي او په ۲۰۱۳ کال کې د انتخاباتي درغلیو په اړه دې څیړنې وشي.
د عکس تشریح، د آزادۍ په نامه د دغه اوږد لاریون منزل پلازمېنه اسلام آباد دی او تحریک انصاف ګوند وايي چې د مسلم لیک نواز شریف ډلې په مشرۍ حکومت دې استعفی ورکړي او په ۲۰۱۳ کال کې د انتخاباتي درغلیو په اړه دې څیړنې وشي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له څه باندې یو کال راهیسې په ۲۰۱۳ کال کې په انتخاباتو کې د درغلیو تور لګوي او وايي چې په انتخاباتو کې له دوی سره انصاف نه دی شوی.
د عکس تشریح، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له څه باندې یو کال راهیسې په ۲۰۱۳ کال کې په انتخاباتو کې د درغلیو تور لګوي او وايي چې په انتخاباتو کې له دوی سره انصاف نه دی شوی.
عمران خان په لاهور کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې نوموړی به په هرصورت اسلام آباد ته ځان رسوي.
د عکس تشریح، عمران خان په لاهور کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې نوموړی به په هرصورت اسلام آباد ته ځان رسوي.
د تحریک انصاف ګوند له خوا د آزادۍ په نامه اوږد لاریون کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو نه خلکو ګډون کړی دی.
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند له خوا د آزادۍ په نامه اوږد لاریون کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو نه خلکو ګډون کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د مخنیوي لپاره د زمان په نامه پارک شاخوا پولیس نه وو ځای پرځای شوي او نه هم د حکومت له خوا نور اقدامات شوي وو.
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د مخنیوي لپاره د زمان په نامه پارک شاخوا پولیس نه وو ځای پرځای شوي او نه هم د حکومت له خوا نور اقدامات شوي وو.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له لاهوره تر روانېدو دمخه وویل چې مشرانو یې پاکستان له پیرنګیانو آزاد کړي و او هیله من دی چې اوس به هم پاکستان د فرغوانانو له منګلو وژغوري.
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له لاهوره تر روانېدو دمخه وویل چې مشرانو یې پاکستان له پیرنګیانو آزاد کړي و او هیله من دی چې اوس به هم پاکستان د فرغوانانو له منګلو وژغوري.