کاناډا افریقا ته د ایبولا واکسین ورکوي

کاناډا وايي د ايبولا تر زر خوراکه ازمويښتي واکسين به په لوېديځه افريقا کې کارولو لپاره په بسپنه ورکړي.

دا خبره د روغتيا نړيوال سازمان له اعلان وروسته کېږي چې ويلي يې وو، د دغه ډول درمل کارول د منلو دي چې پخوا پر انسانانو نه دی ازمويل شوی.

نيجېريا ويلي له ايبول ناروغۍ يې درېيم کس مړ شوی، چې اوس يې له امله د مړو شویو شمېر له زرو تنو ډېر شوی دی.