د فکرلارې: ځینې افغان ماشومان له زدهکړو ولې محرومه دي؟
ځينې ماشومان په افغانستان کې ځکه ښوونځيو ته نه ځي چې گواکې مسلکي ښوونکي نشته.
دا خبره د ارزگان په ولايت کې د معارف مسوولينو او ځينو سپين روبو په دې وروستيو کې رسنيو ته کړې ده.
سره له دې چې په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى، خو یو شمېر ماشومان لا تر اوسه هم له ښوونځیو محروم دي.
دلیل یې څه دی؟ د فکرلارې خپرونه نن پر دې موضوع غور کوي.
د پروګرام ملیمانه:
ازاد خبریال سید عبدالله نظامي
بریتانیا کې د زده کوونکو ټولنې مشره روښانه پوپل
لندن کې د طب او درمل جوړولو محصل امید مطیع الرحمن سعید
وړاندې کوونکې: نجيبه لېمه
پروډیوسر/جوړونکی
اسمعیل میاخیل