د افغان رايو د بيا شمېر بيا پيل
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د کانديد عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې اعلان کړی، چې د امریکا له ځانګړي استازي او ملګرو ملتونو سره له خبرو وروسته د دوشنبې پر ورځ بېرته د رایو د ارزونې بهیرته ورګډ شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د يکشنبې په ورځ د ښاغلي عبدالله له څارونکو پرته د رایې بیا شمیرنه او ارزونه پیل کړه.
له کابله د حفیظ الله معروف راپور.