لوېديځه افريقا کې د اېبولا ويروس خپرېدا
په لوېديځه افريقا کې د اېبولا مرګوني ويروس خپرېدا لا دوام لري.
د روغتيا نړيواله ټولنه وايي دغه ويروس تر دې مهاله ۶۷۰ کسان وژلي.
اېبولا ويروس چې د وژلو ۹۰% توان لري، پرې د اخته کس له وينې يا يې د بدن له مايعاتو سره د مخامخ تماس له لارې بل ته لېږدي.
د اخته کېدو نښو کې يې د وینې بهېدا، نس ناستی او کانګې شاملې دي.
په سويډن کې افغان داکټر فضل فضلی وايي له افغانستان سره په تړاو د دغې ناروغۍ خپرېدو خطر کم دی.
دغه راپور له ګيني دی، چې لومړی ځل ترې په مارچ کې د دغې ناروغۍ د خپرېدا خبر ورکړل شوی و.