هند کې د اوبو اې ټي ایم نظام
د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د ورځې تېرولو لپاره د څښاک پاکو اوبو موندل ځينې وخت يو سرخوږی وي.
د دغه ښار حکومت پر دې ستونزې د بري او مبارزې لپاره د يوه نوي نظام په ازمويلو پيل کړی، چې د اوبو اې ټي اېم بلل کېږي.
په همدې نامه ۱۲ ماشينونه د اوبو درملنې په يوه داسې بټۍ سمبال دي چې له مځکې اوبه راوباسي او پاکوي يې، او خلکو ته د کمو پيسو په بدل کې د څښاک پاکې اوبه برابروي.
دغه ازمويښتي نظام نه يوازې خلکو ته د اوبو باور وړ سرچينه برابره کړې بلکې د سيمې ټولنې د روغتيا حالت یې هم ښه کړی دی.
د دغه بري په رڼا کې د ډيلي ښاري حکومت غواړي دغه پروګرام لا نور وغځوي.
تفصیل په دې رپوټ کې چې بسم الله مومند یې وړاندې کوي.