ټاکنيز کړکېچ او افغانستان ته د جان کېري سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې وکړې چې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د دویم پړاو له امله د رامنځ ته شوي په ټپه ولاړ حالت ته د پای ټکى کېښوول شي.

ښاغلي کېري له ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته ښاغلي عبدالله وویل دی ګومان کوي چې کابل ته د ښاغلي کېري سفر په افغانستان کې دیموکراتیک بهیر ته د امریکا ژمنتیا په ډاګه کړه. تر دې وړاندې اشرف غني احمدزي ویلي و چې دی او پلویان یې غواړي چې د انتخاباتو بهیر د بشپړ مشروعیت ولري چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وړ وي. بلال سروري نور حال راکوي.