پیلوزی ادبي پروګرام
په وروستیو کې د پښتو موسیقۍ نوموتې سندرغاړې ګل پاڼې په یوې سندرې، کې د یوې پښتنې پیغلې په توګه، له شاعرانو ګیله کړې چې ګواګې یوازې د همدې ښکلا ته یې سترګې نیولې او نور هر څه ترې پاتې دي.
ایا په رښتیا د پښتنو شاعرانو د تخیل مرغان له نجونو طوافونه کوي؟ د پیلوزي بحث یې څېړي. د لنډیو د یوه کتاب د منځپانګې ارزونه، ددوو سفرنامو جاج او د فیسبوک له لر او بره ددې ادبي او هنري مجلې نورې برخې دي.
دا پروګرام مصطفی سالک جوړ کړی.