د داعش د ولکې له سيمو زرگونه وگړي تښتېدلي
په عراق کې د داعش اسلامپاله ډله اوس د تکریت، موصل، او تلعفر واک لري او له همدې سیمو ۵۰۰۰۰ خلک تښتېدلي دي. دوى ټولو اوس د سوریې سره پر پوله د سنجار ښار ته پنا وړې ده. زموږ خبریال کوېنټېن سمروېل دغو کسانو ته ورغلی دی.