د لندن پلونه چې دې ښار ته یې شناخت ورکړی

دا نندارتون به د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر څلرمې نیټې دوام ولري او کښل شوي انځورونه، عکسونه او ویډیو کلېپونه به په کې نندارې ته وړاندې شي.

د لندن پلونه د دې ښار شناخت بلل کېږي. په یوه نوي نندارتون کې د لندن ښار بېلا بېل پلونه ښوول شوي او ارزښت ته یې کتنه شوې. په دې انځور کې د لندن ټاور برېج لیدلی شئ. (کرېسټینا برووم ۱۹۱۰)
د عکس تشریح، د لندن پلونه د دې ښار شناخت بلل کېږي. په یوه نوي نندارتون کې د لندن ښار بېلا بېل پلونه ښوول شوي او ارزښت ته یې کتنه شوې. په دې انځور کې د لندن ټاور برېج لیدلی شئ. (کرېسټینا برووم ۱۹۱۰)
که څه هم پلونه د لندن ښار او د دې ځای د ژوند یوه مهمه برخه ده خو دا پلونه هر کله یوازې د ټرانسپورټ یا لېږد وسیله نه وي. ځینې هغه یې د دې ښار شناخت او هویت ګڼل کېږي. (په دې انځور کې د لندن برېج د ۱۹۳۷ کال یو ماښام لیدلی شئ. عکس هینري ټرنر اخیستی.)
د عکس تشریح، که څه هم پلونه د لندن ښار او د دې ځای د ژوند یوه مهمه برخه ده خو دا پلونه هر کله یوازې د ټرانسپورټ یا لېږد وسیله نه وي. ځینې هغه یې د دې ښار شناخت او هویت ګڼل کېږي. (په دې انځور کې د لندن برېج د ۱۹۳۷ کال یو ماښام لیدلی شئ. عکس هینري ټرنر اخیستی.)
دا سیند تل د هنرمندانو او انځورګرانو د پام وړ ګرځېدلی او اوس د لندن د ډوکلېنز موزیم لخوا د دغو جوړښتونو د لمانځلو په خاطر یو نندارتون په پام کې نیول شوی دی. (دا عکس د بلیکفریرز پول دی او جوزېف فیرنګټن اخیستی)
د عکس تشریح، دا سیند تل د هنرمندانو او انځورګرانو د پام وړ ګرځېدلی او اوس د لندن د ډوکلېنز موزیم لخوا د دغو جوړښتونو د لمانځلو په خاطر یو نندارتون په پام کې نیول شوی دی. (دا عکس د بلیکفریرز پول دی او جوزېف فیرنګټن اخیستی)
دا نندارتون به د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر څلرمې نیټې دوام ولري او کښل شوي انځورونه، عکسونه او ویډیو کلېپونه به په کې نندارې ته وړاندې شي. دا د سلیپ واک او سلیپ ټاک فلم نه اخیستل شوی انځور دی چې ښېي پولونه سره په نسبي توګه څومره نژدې دي.
د عکس تشریح، دا نندارتون به د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر څلرمې نیټې دوام ولري او کښل شوي انځورونه، عکسونه او ویډیو کلېپونه به په کې نندارې ته وړاندې شي. دا د سلیپ واک او سلیپ ټاک فلم نه اخیستل شوی انځور دی چې ښېي پولونه سره په نسبي توګه څومره نژدې دي.
مسلکي عکاسه لوسېنډا ګرېنج له هغو څو عکاسانو ده چې د لندن برېج ( لندن پول) دننه ورغلې او هلته یې دغه عکس اخیستی دی.
د عکس تشریح، مسلکي عکاسه لوسېنډا ګرېنج له هغو څو عکاسانو ده چې د لندن برېج ( لندن پول) دننه ورغلې او هلته یې دغه عکس اخیستی دی.
د لندن موزیم او د لندن ډوکلېنز موزیم د تحول څانګې مشر ډیوېد سپینس وایي، مونږ د پول پدیدې لپاره یوه مهمه مفکوره پیدا کول غواړو. دا د شمال او سویل ترمنځ یواځې یو پول نه دی. دا په حقیقت کې هغه ځای دی چې تاسو ته د لندن ترټولو غوره ننداره وړاندې کوي. (دا عکس د هنګرفورډ پول کې د ویلیم هینری فاکس ټالبټ لخوا په ۱۸۴۵ کال اخیستل شوې عکس).
د عکس تشریح، د لندن موزیم او د لندن ډوکلېنز موزیم د تحول څانګې مشر ډیوېد سپینس وایي، مونږ د پول پدیدې لپاره یوه مهمه مفکوره پیدا کول غواړو. دا د شمال او سویل ترمنځ یواځې یو پول نه دی. دا په حقیقت کې هغه ځای دی چې تاسو ته د لندن ترټولو غوره ننداره وړاندې کوي. (دا عکس د هنګرفورډ پول کې د ویلیم هینری فاکس ټالبټ لخوا په ۱۸۴۵ کال اخیستل شوې عکس).
د لندن د لومړي پول لرغونتوب موده د روم د امپراطورۍ تر ږخته رسیږي چې کله کلاډیس له کینټ ښاره په سفر غوښتل له سیند پورېوځي. کله چې د دغه پول د جوړښت کار بشپړ شو نو سیمې ته ډلې ډلې سوداګر راغلل او د سپینس په وینا دوی عصري لندن جوړ کړ. (د لندن د نوي پول نژدې سیمې ننداره، عکس اخیستونکی ګیډن یټس، د لندن موزیم).
د عکس تشریح، د لندن د لومړي پول لرغونتوب موده د روم د امپراطورۍ تر ږخته رسیږي چې کله کلاډیس له کینټ ښاره په سفر غوښتل له سیند پورېوځي. کله چې د دغه پول د جوړښت کار بشپړ شو نو سیمې ته ډلې ډلې سوداګر راغلل او د سپینس په وینا دوی عصري لندن جوړ کړ. (د لندن د نوي پول نژدې سیمې ننداره، عکس اخیستونکی ګیډن یټس، د لندن موزیم).
د رابرټ بارکر، هینری اسټن بارکر او فریډریک بیرني لخوا دغه په لاس رنګ شوی او توږل شوی عکس په اتلسمه پیړۍ کې د بلیکفریرز پول ښېي. هغه مهال یواځې درې پلونو بلیک فریرز، ویسټ مینیسټر او لندن د تهیمز پول سیمه نیولې وه.
د عکس تشریح، د رابرټ بارکر، هینری اسټن بارکر او فریډریک بیرني لخوا دغه په لاس رنګ شوی او توږل شوی عکس په اتلسمه پیړۍ کې د بلیکفریرز پول ښېي. هغه مهال یواځې درې پلونو بلیک فریرز، ویسټ مینیسټر او لندن د تهیمز پول سیمه نیولې وه.
پاېتخت د همرسمېت چې دلته یې په ۱۹۵۵ کال کې د سندرا فلیټ لخوا عکس اخېستل شوی په ګډون ۳۵ پلونه لري، خو آیا شونې ده چې یو بل پول به هم جوړ شي؟
د عکس تشریح، پاېتخت د همرسمېت چې دلته یې په ۱۹۵۵ کال کې د سندرا فلیټ لخوا عکس اخېستل شوی په ګډون ۳۵ پلونه لري، خو آیا شونې ده چې یو بل پول به هم جوړ شي؟
برتانوۍ هنرمنده جونا لملي همداسې هیله لري. په ۱۹۹۹ کال کې هغې د شهزادګۍ ډیانا د یادښت لپاره د یوه باغ په څېر پول مفکوره وړاندی کړه خو پر دغه مفکوره ایله په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت کار پیل شو کله چې ډیزاینر ټامس هیتهرویک د دغې خیالي پول انځوریزه بڼه وړاندې کړه. تمه ده چې د ۱۵۰ میلیون پونډ (۲۵۰ میلیون امریکایي ډالره) په ارزښت به دغه پول په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شي.
د عکس تشریح، برتانوۍ هنرمنده جونا لملي همداسې هیله لري. په ۱۹۹۹ کال کې هغې د شهزادګۍ ډیانا د یادښت لپاره د یوه باغ په څېر پول مفکوره وړاندی کړه خو پر دغه مفکوره ایله په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت کار پیل شو کله چې ډیزاینر ټامس هیتهرویک د دغې خیالي پول انځوریزه بڼه وړاندې کړه. تمه ده چې د ۱۵۰ میلیون پونډ (۲۵۰ میلیون امریکایي ډالره) په ارزښت به دغه پول په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شي.