کډه پر سر وزيرستانيان

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځي عملياتو له وېرې لسګونه زره کسان له مېنو وتو ته اړ شوي دي.

شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله ۷۰۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته کډه شوي.
د عکس تشریح، شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله ۷۰۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته کډه شوي.
ځايي خلک وايي حکومت په ميرعلي او ميرانشاه کې ګرځبنديز نرم کړی او سلګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي نورو سيمو ته روان دي.
د عکس تشریح، ځايي خلک وايي حکومت په ميرعلي او ميرانشاه کې ګرځبنديز نرم کړی او سلګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي نورو سيمو ته روان دي.
چارواکي وايي يو شمېر کورنۍ د بکاخيل په سيمه کې په جوړ شوي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د عکس تشریح، چارواکي وايي يو شمېر کورنۍ د بکاخيل په سيمه کې په جوړ شوي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
ځايي خلک وايي ډېری کسان د بنو، کرک، ډېره اسمعيل خان، کوهاټ، هنګو او نورو ولسواليو په لوري روان دي.
د عکس تشریح، ځايي خلک وايي ډېری کسان د بنو، کرک، ډېره اسمعيل خان، کوهاټ، هنګو او نورو ولسواليو په لوري روان دي.
ځايي خلک وايي په ميرعلي او ميرانشاه کې د موټرو د نشتوالي له امله خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي پياده بنو او شاوخوا سيمو ته ځي.
د عکس تشریح، ځايي خلک وايي په ميرعلي او ميرانشاه کې د موټرو د نشتوالي له امله خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي پياده بنو او شاوخوا سيمو ته ځي.
بېځايه شويو خلکو ته د ايالتي او مرکزي حکومتونو له لوري د نغدي مرستو ژمنې ورکړای شوي دي.
د عکس تشریح، بېځايه شويو خلکو ته د ايالتي او مرکزي حکومتونو له لوري د نغدي مرستو ژمنې ورکړای شوي دي.
حکومت هرې کورنۍ ته د کور کرايې او د روژې په مياشت کې د مرستو د ورکړې اعلان کړی.
د عکس تشریح، حکومت هرې کورنۍ ته د کور کرايې او د روژې په مياشت کې د مرستو د ورکړې اعلان کړی.
بېځايه شوي وايي د څښاک اوبو، خوړو او درملو ته سخته اړتيا لري.
د عکس تشریح، بېځايه شوي وايي د څښاک اوبو، خوړو او درملو ته سخته اړتيا لري.
د خيبر پښتونخوا مشر وزير پروېز خټک بې ځايه شويو ته د روغتيا برابرولو په برخه کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده.
د عکس تشریح، د خيبر پښتونخوا مشر وزير پروېز خټک بې ځايه شويو ته د روغتيا برابرولو په برخه کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده.
د پاکستان پوځ وروسته له هغه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې.
د عکس تشریح، د پاکستان پوځ وروسته له هغه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې.
له شمالي وزيرستان نه د طالبانو د وتو د مخنيوي لپاره له تېرو څو ورځو راهيسې دغلته ګرځبنديز لګېدلی دی.
د عکس تشریح، له شمالي وزيرستان نه د طالبانو د وتو د مخنيوي لپاره له تېرو څو ورځو راهيسې دغلته ګرځبنديز لګېدلی دی.
د پاکستان پوځ ويلي په شمالي وزیرستان کې طالبان ختموي، خو پاکستاني طالبانو ويلي د غچ اخيستو لپاره چمتو دي.
د عکس تشریح، د پاکستان پوځ ويلي په شمالي وزیرستان کې طالبان ختموي، خو پاکستاني طالبانو ويلي د غچ اخيستو لپاره چمتو دي.