د افغانستان لومړۍ سپوږمکۍ
دا تېره اوونۍ د افغانستان لومړۍ سپوږمکۍ په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ.
دغه سپوږمکۍ، افغان سټ يو، شاوخوا درې مياشتې مخکې افغان حکومت پېرلې وه، چې د چارواکو په وينا به د دغه هېواد په مخابراتي او خپرنيزو چارو کې بدلون راولي.
د شوي تړون له مخې به افغانستان د فرانسې يوټل سټ شرکت ته د کال څلور ميليون ډالره ورکوي، او دغه سپوږمکۍ به تر اوو کلونو پورې فعاليت لري.
له کابله پرې حفيظ الله معروف رپوټ لري.