د افغانستان ملي موزیم د ننه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې یې د ملي موزیم لپاره پر نوې ودانۍ کار پیل کړی دی. د وزارت په وینا، نوې ودانۍ په نړیوالو معیارونو برابروي، چې د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ به جوړیږي.