BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د ترکیې سکرو کان کې چاودنه
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۲۴ غویی ۱۳۹۳ - ۱۴ می ۲۰۱۴
د ترکیې سکرو کان کې چاودنه
د عکس تشریح،
د ترکیې په لویدیځ کې د سکرو په یوه کان کې چاودنې له امله لږ ترلږه ۲۰۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د عکس تشریح،
ترکیه کې د انرژۍ وزیر طایر یلدیز وویل چې د چاودنې پرمهال په کان کې ۷۸۷ کسان موجود وو. د نوموړي په وینا چاودنه د برېښنا د شارتې له امله رامنځ ته شوې ده.
د عکس تشریح،
ژغورونکو ټوله شپه کار وکړ خو د انرژۍ وزیر ښاغلی یلدیز وايي چې د نورو کسانو د ژوندي ژغورنې هیلې په کمېدو دي.
د عکس تشریح،
د پلازمینې انقرې په لویدیځ کې د دغه شخصي کان مخې ته د کان کېدونکو خپل خپلوان ټول شوي وو.
د عکس تشریح،
د ترکيې د انرژۍ وزیر طایر یلدیز پر تلویزیون په وینا کې تایید کړه چې په دې پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د عکس تشریح،
د انرژۍ وزیر وايي چې د وژل شویو هغو په ګډون تقریباً ۳۶۰ کسان له کانه ایستل شوي دي.
د عکس تشریح،
فکر کېږي چې د ډېرو کسانو ژوند کاربن مونواکساید ترې اخیستی. په کان کې له ایسارو کسانو سره د مرستې په خاطر کان ته اکسیجن پمپ شو.
د عکس تشریح،
ویل کېږي هغه کسان چې په کان کې ایسار پاتي دي دوه کیلو متره د ځمکې لاندې او د کان له دروازې نه څلور کیلومتره لري دي.
د عکس تشریح،
چاودنه په سیمه ییز وخت د ورځې په دوه نیمو بجو وشوه. په پیل کې ویل کېدل چې ۱۷ کسان وژل شوي خو د وژل شویو کسانو شمېر په چټکۍ پورته شو.
د عکس تشریح،
پر تلویزیون ژغورونکي ښودل کېدل چې کان کېدونکي ژغوري.
د عکس تشریح،
پولیسو د کان په شاخوا کې ټول شوي خلک کنترولول څو ژغورونکي وکولای شي چې په ښه توګه خپل کار پرمخ یوسي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology