د عکس تشریح، تېره اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې هم د تاوتریخوالي پېښې رامینځ ته شوې. پر پولیس چارواکو په دوو جلا بریدونو کې د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول. په همدې حال کې په دې صوبې کې د واکمن ګوند مشر عمران خان وايي له طالبانو سره به د سولې خبرې بریالۍ کېږي او په دې صوبې کې به امنیت ټینګ شي.
د عکس تشریح، د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر سید نییر حسین بخاري په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته لاړ چې هلته یې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له ګڼو چارواکو سره ولیدل. له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پاکستان او روسیې اړیکې ښې شوې دي.
د عکس تشریح، د پاکستان سمندري ځواکونو متحده عربي اماراتو ته بلنه ورکړه چې په پوځي تمرینونو کې ورسره ګډون وکړي. تر دې مخکې پاکستاني سمندري ځواکونو له ایراني هغو سره پوځي سمندري تمرینونه ترسره کړل.
د عکس تشریح، په پاکستان کې د تر ټولو مهم فصل غنمو لو شروع شوی دی. د پنجاب ایالتي حکومت اعلان کړی چې سږکال به له بزګرانو ۴۰ لکه میټرک ټنه غنم اخلي. که څه هم کله کله په پاکستان کې د اوړو بیه لوړېږي خو له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د غنمو کمښت نه دی احساس شوی.
د عکس تشریح، د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د تري جي او فور جي ګرځنده ټېلېفوني خدمتونو یو لاسینس په څه باندې یو اعشاریه یو ملیارد ډالر خرڅ شو. په پاکستان کې د تري جي خدمتونو د وړاندې کولو خبرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې کېدې خو په ۲۰۱۴ کال کې عملي شوې.
د عکس تشریح، پاکستان کې د تري جي خدمات په داسې حال کې خلکو ته وړاندې کېږي چې خلک اوس هم د برېښنا له نشتوالي سره مخامخ دي. د یوه اټکل له مخې په پاکستان کې له اړتیا نه څلور زره میګاواټه برېښنا کمه ده.
د عکس تشریح، پاکستاني ژورنالیست حامد میر چې په دې وروستیو کې پرې وسله وال برید وشو ویلي دي چې هغه د پاکستان له استخباراتي ادارې آی ایس آی نه خطر احساسولو. پر هغه د وسله وال برید د غندولو لپاره یو شمېر خلکو د هغه په پلوي مظاهره وکړه.
د عکس تشریح، په ځینو سیمو کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ هم مظاهرې وشوې. په یوې مظاهرې کې د لشکر طیبه مشر حافظ سعید هم څرګندونې وکړې.
د عکس تشریح، د پاکستان صدراعظم نواز شریف له یوه پوځي چارواکي سره ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ. دغلته هم ډېر ځله پر پوځي چارواکو بریدونه کېږي. دلته د بریدونو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د بلوڅانو مشر نواب اکبر بکټي ووژل شو.