په هندوستان کې ټاکنې

په هندوستان کې د ټول ټاکنو په څو پړاونو کې تر دې دمه په میلیونو کسانو رایه ورکړې ده. دغلته چې ۸۱۴ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي د رایې ورکولو لړۍ د مې میاشتې تر ۱۲ نیټې دوام وکړي.

په هندوستان کې د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي د ټول ټاکنو په دریم پړاو کې خپله رایه په ډهلي کې وکاروله.
د عکس تشریح، په هندوستان کې د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي د ټول ټاکنو په دریم پړاو کې خپله رایه په ډهلي کې وکاروله.
راهول ګاندي د کانګرس ګوند له خوا صدراعظمۍ ته کاندید دی. نوموړي خپله رایه په ډهلي کې وکاروله.
د عکس تشریح، راهول ګاندي د کانګرس ګوند له خوا صدراعظمۍ ته کاندید دی. نوموړي خپله رایه په ډهلي کې وکاروله.
د کانګرس ګوند د مشرې سونیا ګاندي لور پریانکا ګاندي له خپل میړه رابرټ وادرا سره یوځای په ډهلي کې رایې اچونې ته راغلې وه.
د عکس تشریح، د کانګرس ګوند د مشرې سونیا ګاندي لور پریانکا ګاندي له خپل میړه رابرټ وادرا سره یوځای په ډهلي کې رایې اچونې ته راغلې وه.
د عام ادمي په نامه ګوند مشر اروند کیجریوال په ډهلي کې خپله رایه وکاروله. دا هغه ګوند دی چې په تېرو سیمه ییزو ټاکنو کې ښه وځلید او داسې انګیرل کېږي چې لوی مهم ګوندونه به په اوسنیو ټاکنو کې له ننګونې سره مخامخ کړي.
د عکس تشریح، د عام ادمي په نامه ګوند مشر اروند کیجریوال په ډهلي کې خپله رایه وکاروله. دا هغه ګوند دی چې په تېرو سیمه ییزو ټاکنو کې ښه وځلید او داسې انګیرل کېږي چې لوی مهم ګوندونه به په اوسنیو ټاکنو کې له ننګونې سره مخامخ کړي.
په هندوستان کې ۸۱۴ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي چې په څو پړاونو کې رایې ورکوي.
د عکس تشریح، په هندوستان کې ۸۱۴ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي چې په څو پړاونو کې رایې ورکوي.
په هندوستان کې تر دې دمه د هغو کسانو په ډله کې د مسلمانانو شمېر هم ډېر و چې خپلې رایې کارولي دي. هندوستان کې به د رایې اچونې بهیر د مې میاشتې تر ۱۲ نیټې دوام وکړي او رایې به د مې په ۱۶ نېټه وشمېرل شي.
د عکس تشریح، په هندوستان کې تر دې دمه د هغو کسانو په ډله کې د مسلمانانو شمېر هم ډېر و چې خپلې رایې کارولي دي. هندوستان کې به د رایې اچونې بهیر د مې میاشتې تر ۱۲ نیټې دوام وکړي او رایې به د مې په ۱۶ نېټه وشمېرل شي.