په تیتانیک بېړۍ کې موندل شوی لیک پلورل کېږي
کېدی شي ډېر به د تیتانیک له کيسې خبر وئ؟
څه د پاسه پېړۍ وړاندې يوه لویه بېړۍ له برتانيا امريکا ته روانه وه، بېړۍ د خپل وخت تر ټولو ښه، پر هر څه سمبال وه خو پر لار له يوه لوى کنگل سره ولگېده او ډوبه شوه.
١٥٠٠ کسان په کې مړه شول.
د مينې پر کيسو يې فلمونه او ډرامې جوړې شوې او اوس بيا د همدې بېړۍ د مساپرو يو ليک موندل شوى چې پلور ته وړاندې کېږي.