"د ټاکنو امنیت ته بشپړ چمتوالی نیول شوی"
د افغانستان امنیتي چارواکو ولسي جرګې ته ویلي چې ښايي سربیره پر پخوانیو ۴۲۰ مرکزونو له ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې نور د راې اچونې مرکزونه هم وتړل شي.
ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی، د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل يوې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.
په کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک د ولسي جرګې له لومړي مرستیال سید اکرام سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې دغه چارواکي یې د کومو لاملونو پر بنسټ وربللي وو؟