BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
اوبو لاندې موزيم
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۶ وری ۱۳۹۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۱۴
د اوبو لاندې اېښودل شوې مجسمې. د جېسن ډيکايرس ټيلر آثار
د عکس تشریح،
جېسن ډيکايرس ټيلر له کلونو راهيسې سترې مجسمې جوړې کړي او د سمندر په غولي کې يې ايښي، چې اوس په مکسيکو د اوبو لاندې په يوۀ موزيم بدل شوى.
د عکس تشریح،
په دغه موزيم کې ٤٥٠ دايمي لويې مجسمې شتون لري.
د عکس تشریح،
مجسمې له يوۀ ډول ځانگړي سمنټونه جوړې شوي چې موخه يې د سمندري غونډيو د پراخېدا تبليغول هم دي. د وخت په تېرېدو سره دغه هنري آثار مرجان کبان او نور سمندري ژوي ځان ته را ماتوي او په ژونديو سمندري غونډيو بدلېږي.
د عکس تشریح،
د غلي تکامل (چوپې بشپړتيا) په نامه په ٢٠١٠ م کال کې په سمندر کې ايښودل شوې دغه مجسمه د ښاغلي ټيلر تر ټولو مبهم اثر دى.
د عکس تشریح،
دغو توکو ٤٢٠ متر مربع سيمه نيولې او ټول ټال څه د پاسه ٢٠٠ ټنه وزن لري.
د عکس تشریح،
د مرجانو سمندري غونډۍ پيچلى جوړښت دى. ځانگړې برخې او ټولې يوۀ بل سره پېچلې اړيکي لري چې په دې توگه بېلابيلو ژويو ته د ژوندانه او پټېدو لپاره ځاى برابروي. او د نه باور وړ تنوع لامل گرځي.
د عکس تشریح،
موزيم په دوو گالريو ويشلى دى. لومړۍ يې ٨ متره ژوره او د غوټه وهونکو او پر اکسيجن سمبالو وگړو د ور تگ لپاره وړ ځاى دى.
د عکس تشریح،
دويمه گالري ٤ متره ژوره او يواځې هغو کسانو ته د ورتگ اجازه شته چې په اکسيجن سمبال وي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology