BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
په سومالیا کې لومړنی فېشن شو
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۵ وری ۱۳۹۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۱۴
په سومالیا کې په لومړي ځل نجونو او هلکانو په یوه جوړ شوي فېشن شو کې برخه واخیسته.
د عکس تشریح،
دا لومړي ځل دی چې د نیروبي په څنډو کې د سومالیايي نجونو او هلکانو لپاره فېشن شو جوړېږي.
د عکس تشریح،
په دې فېشن شو کې سومالیايي نجونو په لوېدیځ کې دود جامې اغوستې وې.
د عکس تشریح،
برهان امان په سومالیا کې د فلم ډایریکټر دی نوموړي سومالیايي نجوني او هلکان هڅوي چې مالډلنګ وکړي.
د عکس تشریح،
د فېشن شو ګډونواله نشتیها وايي له وړکتوبه یې خوب و چې یوه ورځ ماډله شي.
د عکس تشریح،
سومالیایې ماډله مونا وايي سره له دې چې په ټولنه کې مالډلنګ ته په ښه سترګه نه کتل کېږي د هغې مور او پلار یې مالډلنګ ته هڅوي.
د عکس تشریح،
حیباق وايي اړتیا نه لري چې د مالډلنګ لپاره په لوېدیځ کې دود جامې واغوندي، هغه وايي کولای شي چې په اسلامي حجاب کې هم مالډلنګ وکړي.
د عکس تشریح،
د فېشن شو جوړونکي وايي هیله من دي چې په دغسې فېشن شوګانو سومالیايي نجونو او هلکانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
د عکس تشریح،
د فېشن شو جوړونکي وايي هدف یې دا دی چې په دې توګه نړۍ ته د سومالیا یو بل اړخ وښايي ځکه چې کله د سومالیا یادونه کېږي د خلکو په ذهن کې جګړه او سمندري غلاوې انځورېږي.
د عکس تشریح،
په سومالیا کې محافظه کاره ټولنه د دغه ډول کړونو خلاف ده خو د فېشن شو ګډنوالو ویل چې دوی اوس پر محافظه کارانو لاس بري دي.
د عکس تشریح،
سومالیايي ماډلې نجوني وايي دا یې د کار پیل دی غواړي په مالډلنګ کې ډېرې مخکې لاړې شي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology