ګوانتانامو پخواني زندانیان په څه حال کې دي؟
په افغانستان کې طالبان وايي له امريکايانو سره يې د زندانيانو د تبادلې په سر خبرې ځنډولي دي.
د ځنډ دليل د دوى په وينا د افغانستان حالات بلل شوي دي. طالبان غواړي چې د يوۀ بندي امريکايي سرتېري په بدل کې له گونتانامو زندانه د دوى ځينې ملگري خوشي شي.
د گونتانامو زندان ته د بي بي سي له پښتو څانګې داود اعظمي ورغلی و او دغه رپوټ یې چمتو کړی دی.