په سوېلي سوډان کې ټول وژنې

ملګري ملتونه د سوېلي سوډان ځواکونه او هم یې یاغي ډلې په دغه هېواد کې په ټول وژنې، د جنسي تېريو او بشر ضد حقونو په سرغړاوي تورنوي.

دا تاوتریخوالی په تېر ډسمبر کې هغه مهال پېل شو چې د دغه هېواد مرستیال لومړي وزیر ته وفادارو خلکو، د ځینو مهمو ښارونو د نیولو هڅه وکړه.

که څه هم د اوربند هوکړه شوې د بور له ښاره اوس هم ولسي وګړي په ډلو ډلو وځي.

دغه رپوټ چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي ځیني ځورونکې برخې لري چې ښآيي درته زړه بدونکي وي.