امنيتي ځواکونه د افغانستان د دفاع جوگه شوي
د افغانستان د پوځ لوى درستيز شېر محمد کريمي وايي ولس له طالبانو ستومانه شوى او له دوى سره همکاري کوي.
ښاغلي کريمي د بي بي سي پښتو ټلويزيون ته وويل افغان امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله ډېر مسلکي شوي او د ټول افغانستان د دفاع جوگه دي.
زموږ همکار بلال سروري ښاغلي کريمې د يوې ځانگړې مرکې په سر کې د هغو هلمنديانو د اندېښنو په تړاو پوښتلى چې وايي په دغه ولايت کې امنيت خراب شوى: