د افغانستان ملي موزیم په انځورونو کې

    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ملي موزیم یو مهال د سیمې له خورا بډایه موزیمونو نه یو بلل کېده، خو له کورنیو جګړو پر مهال د دغه موزیم له سلو نه اویا سلنه اثار له منځه لاړل او یا هم چور تالان شول.

دارالامان قصر ته د غځېدلي سړک په پای کې د افغانستان ملي میوزیم موقعیت لري. د افغانستان تر ټولو لوی موزیم چې د افغانستان تاریخي اثار پکې ساتل کېږي.
د عکس تشریح، دارالامان قصر ته د غځېدلي سړک په پای کې د افغانستان ملي میوزیم موقعیت لري. د افغانستان تر ټولو لوی موزیم چې د افغانستان تاریخي اثار پکې ساتل کېږي.
 د افغانستان ملي موزیم له کورنیو جګړو مخکې تر سلو زرو پورې تاریخي اثار درلودل، چې اوس یې ایله ۳۰ زره پاتې دي.
د عکس تشریح، د افغانستان ملي موزیم له کورنیو جګړو مخکې تر سلو زرو پورې تاریخي اثار درلودل، چې اوس یې ایله ۳۰ زره پاتې دي.
د افغانستان ملي موزیم کې د اسلامي دورې اثارو تر څنګ د ۱۲۰۰ او ۱۷۰۰ قبل میلاد دورې اثار هم موجود دي.
د عکس تشریح، د افغانستان ملي موزیم کې د اسلامي دورې اثارو تر څنګ د ۱۲۰۰ او ۱۷۰۰ قبل میلاد دورې اثار هم موجود دي.
موزیم کې د کوشاني دورې پر شته لوښو د هغې دورې د ښاهي نڅا انځورونه لیدل کېږي.
د عکس تشریح، موزیم کې د کوشاني دورې پر شته لوښو د هغې دورې د ښاهي نڅا انځورونه لیدل کېږي.
د ۱۹ پېړۍ وسله هم د موزیم په یوه برخه کې نندارې ته ایښې. د دې اثارو ډېره برخه د مجاهدینو له خپل منځي جګړو او وروسته د طالبانو تر واکمنۍ له منځه لاړل او یا هم چور تالان شول.
د عکس تشریح، د ۱۹ پېړۍ وسله هم د موزیم په یوه برخه کې نندارې ته ایښې. د دې اثارو ډېره برخه د مجاهدینو له خپل منځي جګړو او وروسته د طالبانو تر واکمنۍ له منځه لاړل او یا هم چور تالان شول.
افغان چارواکو له انټرپول پولیسو غوښتي، چې که د افغانستان چور شوي تاریخي اثار وویني، باید ظبط یې کړي.
د عکس تشریح، افغان چارواکو له انټرپول پولیسو غوښتي، چې که د افغانستان چور شوي تاریخي اثار وویني، باید ظبط یې کړي.
ملي موزیم کې ډبرین اثار هم نندارې ته ایښي، چې قدامت یې له تاریخه مخکې ( د مسیح له میلاده لس زره کاله مخکې ) زمانې ته رسيږي.
د عکس تشریح، ملي موزیم کې ډبرین اثار هم نندارې ته ایښي، چې قدامت یې له تاریخه مخکې ( د مسیح له میلاده لس زره کاله مخکې ) زمانې ته رسيږي.
د بودا مجسمې دغه سر د غزني له سردار غونډۍ موندل شوی او تاریخي قدامت یې ۵-۷ میلادي پېړۍ ته رسېږي.
د عکس تشریح، د بودا مجسمې دغه سر د غزني له سردار غونډۍ موندل شوی او تاریخي قدامت یې ۵-۷ میلادي پېړۍ ته رسېږي.
کابل موزیم ته افغانان او بهرنیان ورځي. د افغانانو لپاره د موزیم لیدو ټکټ بیه ۲۰ افغانۍ او د بهرنیانو لپاره ۱۰۰ افغانۍ ده.
د عکس تشریح، کابل موزیم ته افغانان او بهرنیان ورځي. د افغانانو لپاره د موزیم لیدو ټکټ بیه ۲۰ افغانۍ او د بهرنیانو لپاره ۱۰۰ افغانۍ ده.
دغه اثار د لوګر مس عینک کان له کېندنو څخه لاس ته راغلي دي.
د عکس تشریح، دغه اثار د لوګر مس عینک کان له کېندنو څخه لاس ته راغلي دي.
موزیم کې د ۱۹ پېړۍ اړوند ښځینه کالي او د سینګار توکي هم ساتل شوي دي. ویل کېږي، چې د افغانستان ملي موزیم یو شمېر چور شوي اثار د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو شخصي موزیمونو ته رسېدلي دي.
د عکس تشریح، موزیم کې د ۱۹ پېړۍ اړوند ښځینه کالي او د سینګار توکي هم ساتل شوي دي. ویل کېږي، چې د افغانستان ملي موزیم یو شمېر چور شوي اثار د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو شخصي موزیمونو ته رسېدلي دي.
د ملي موزیم په انګړ کې هغه ریل ګاډی هم ساتل شوی، چې نژدې ۹۵ کاله مخکې د امیر امان الله خان په دوره کې له جرمني نه افغانستان ته راوړل شوی و.
د عکس تشریح، د ملي موزیم په انګړ کې هغه ریل ګاډی هم ساتل شوی، چې نژدې ۹۵ کاله مخکې د امیر امان الله خان په دوره کې له جرمني نه افغانستان ته راوړل شوی و.
یو شمېر توکي د موزیم انګړ کې تر شنه اسمان لاندې پراته دي.
د عکس تشریح، یو شمېر توکي د موزیم انګړ کې تر شنه اسمان لاندې پراته دي.
دغه پخوانی ګاډی تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ساتل کېده، اوس د ملي موزیم انګړ ته د نندارې لپاره لېږدول شوی.
د عکس تشریح، دغه پخوانی ګاډی تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ساتل کېده، اوس د ملي موزیم انګړ ته د نندارې لپاره لېږدول شوی.
د افغانستان ملي موزیم د دارلامان ماڼۍ ته مخامخ موقعیت لري. د دې تر څنګ افغانستان کې پنځه شخصي موزیمونه هم شته.
د عکس تشریح، د افغانستان ملي موزیم د دارلامان ماڼۍ ته مخامخ موقعیت لري. د دې تر څنګ افغانستان کې پنځه شخصي موزیمونه هم شته.