د جنوبي سوډان د سولې خبرې څومره ممکنې دي؟
جنوبي سوډان کې ترهغې يوه اوونۍ وروسته چې توکميز تاوتريخوالى پيل شوى د عام وژنې رپوټونه ورکړل شوي دي.
پلازمېنه جوبا کې يوه خبرياله حنا مک نېش وايي دريوعيني شاهدانو ورته له ٢٠٠ ډېرو کسانو د ډله ېېزې وژنې خبره کړې ده.
روان تاوتريخوالى د ولسمشر سلوا کېر او له دندې لرې کړاى شوي مرستيال ولسمشر ریيک مچر د قبيلو ترمنځ دى.
ولسمشر ويلي چمتو دى چې له قيد او شرط پرته له خپلو مخالفينو سره د سولې خبرې اترې وکړي.
اوس پوښتنه دا ده چې له دومره وينې تويدنې وروسته د دوى تر منځ د سولې خبرې څومره ممکنې دي؟
په همدې اړه مو د سوډان د چارو له يوه افغان څارونکي عنايت ساپي سره خبرې کړي او لومړى مو ورنه په جنوبي سوډان کې د دنکا او نوير قبيلو ترمنځ د روانې شخړې د لامل په اړه پوښتلي.