پېلوځی: د شکسپیر ۴۵۰مه کلیزه
د شکسپیر کلیزه

لندن کې د شکسپیر په نامه د ګلوب تیاتر خپل موسم د ویلیم شکسپیر په ۴۵۰مې کلیزې سره پیلوي.
د نورو تیاتري لوبو ترڅنګ به د انتوني او کلیاپاترا، جولیس سیزر او د تېروتنو په نامه د شکسپير نوې کومېډۍ نندارې ته وړاندې شي.
د شکسپیر د زېږېدنې پر ورځ چې د اپرېل له ۲۳ مې سره برابره ده د هملېټ ننداره وړاندې کېږي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ښوول شوې ده.
د دې دوه کلنې پروژې نندارې به په جرمني، ایټالیا، بلغاریا، مقدونیا، امریکا او هندوارس کې وښوول شي.
خو پوښتنه دا ده چې شکسپير ولې په نړیواله کچه دومره شهرت موندلی دی؟
د هغه د شهرت راز په څه کې دی؟ پر دې او نورو پوښتنو بحث کوو چې لیکوالان او څېړونکي هر یو صفیه حلیم او عبدالخالق رشيد راسره په کې خبرې کوي.
د افغانستان ملي موزیم نوې ودانۍ

دغه نوې ودانۍ چې مالي لګښت یې د امریکا متحده ایالاتونه ورکوي، د لیدونکو لپاره د ننوتو یوه لار، د اوږده دیوال او یوه منار په لرلو سره د افغانستان ملي موزیم د جوړونې ماسټر پلان یوه برخه ده.
په دې توګه به د چارواکو له خولې، د ملي موزیم لیدونکو او د موزیم توکو د خوندې کولو او ساتنې په موخه ډاډمنه فضا رامنځته شي.
د ودانۍ پرانستې مراسمو پر مهال په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز بی کننګهم وویل:
"نړۍ به یوه ورځ دلته راشي او د افغانستان راتلونکي نسلونه او نړیوال لیدونکې به د افغانستان د هغه ملي موزیم څخه خوند واخلې چې د ټولو بې سارو او پخوانيو اثارو د نندارې وړتیا لري."
د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځی

د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځی په نوې بڼه پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه را څرګند شو.
دلته د خبریالۍ اساسي مهارتونو، بې پرې او سمې ژبې او د ژورنالیزم خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو په اړه مشورې وړاندې شوې دي.
په دې وېبپاڼه کې د بي بي سي د خبریالۍ تجربې راټولې شوي او په وړیا ډول د نړۍ گوټ گوټ ته رسول کېږي.
د ژبې په سمې کارونې او ګرامر هم زیات پام شوی دی. د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځي له مشرې نجیبې لېمې سره پرې خبرې کوو.