د نېلسن منډېلا ژوند په زندان کې

د نېلسن منډېلا د پياوړي شهرت ډېره برخه په حيرانۍ هغه مهال جوړه شوې، چې د نژدې دريو لسيزو اوږدو کې يې د خيانت په تور په زندان کې عمري بند تېراوه.

د ده د بند په موده کې نړيوالو ته د دې اجازه نه وه، چې د نړۍ تر ټولو مشهور زندان انځورونه واخلي، ځکه چې د جنوبی افريقا حکومت پرې بنديز لګولی و.

خو د هغه مهال واکمن نظام د ځپنې له دې تګلارې سره سره، کله چې منډېلا دری لسيزې وروسته له زندان ووت د زغم تګلاره يې خپله کړه، او د راتلونکي جوړونې په موخه يې د تېر په هېر غږ کاوه.

د بي بي سي خبريال نېک اېرېکسن د منډېلا د زندان ژوند په اړه راپور چمتو کړی چې له امان الله عمران يې اورو.