ولې ولسمشر کرزى د تړون ځنډېده غواړي؟
کابل کې د شاوخوا ٢٥٠٠ کسانو په جوړښت لويې جرگې د خپل کار پر وروستۍ ورځ د امريکا له متحده ايالاتونو سره مهم امنيتي تړون تاييد کړ . دغه تړون به زرگونو امريکايي عسکرو ته اجازه ورکړي چې له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي . جرگې دارنگه له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې د کال ترپايه دغه تړون لاسليک کړي.
له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په اړه د لويې جرگې له غوښتنې سره سره ولسمشر حامد کرزي بيا ټينگار کړى چې غواړي د ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته دغه تړون لاسليک کړي.
پوښتنه دا ده چې له دې پرته چې افغان ولسمشر وايي غواړي چې د تړون لاسليک وځنډوي چې امريکايان په سوله ييز ډول ټاکنو ترسره کيدو ته ژمن شي د هغه د دې ټينگار ترشا نور څه لاملونه کېداى شي؟
افغانستان کې د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر غفور ليوال سره د متین سمسور مرکه.