د شکرې ډولونه، خطرونه او درملنه
د نومبر ١٤ په نړۍ کې د شکرې د ناروغۍ نړېواله ورځ نومول شوې.
د شکرې د نړېوال فدراسيون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې ٣٨٢ ميليون وگړي د شکرې په ناروغۍ اخته دي.
په شکرې اخته وگړي له نيمايي ډېر په اسيا او د اسيا پسفيک په لوېديځ کې دي، اوله ٩٠ نېولې ان تر ٩٥ سلنه پېښې يې د دويم ډول شکرې دي.
د شکرې ناروغي په آسيا او د آرام سمندر په الويديځو سيمو کې بې سارى بشري او اقتصادي زيان اړوي.
د شکرې ناروغۍ په ٢٠١٣ م کال کې پر ٢١ ميليون زېږونونو هم اغېز کړى.
د شکرې ناروغي دوه ډوله ده، چې د شکرې لومړى او دويم ډول په نامه ياديږي.
زموږ همکار يما بارز د شکرې د ډولونو، خطرونو، مخنيوي او درملنې په اړه له لندن ميشتې ډاکټر خسرو سنگروال سره مرکه کړې او په سرکې يې د دغې ناروغۍ د لاملونو په اړه پوښتلى دى.