د حقاني د وژنې تر شا د چا لاس کیدلی شي؟
د حقاني شبکې جگپوړى چارواکي چې افغانستان کې له طالبانو سره تړاو لري اسلام اباد ته نږدې ووژل شو، رپورتونه وايي ډاکټر نصيرالدين حقاني تيره شپه د نامالومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو ښاغلى حقاني د امريکاييانو نړيوالو ترهگرو په لست کې شامل وو او ويل کېږي چې دى د حقاني شبکې د پيسو راغونډولو د څانگي مشر وو.
پوښتنه دا ده چې د حقاني د وژنې تر شا د چا لاس کیدلی شي؟
رحیم الله یوسفزي سره د سعیده محمود مرکه.