د ګودر په اړه ځانګړی اونیز راپور

په افغانستان کې ځینو پرمختیايي کارونو د ګودر ټولنیز ارزښت په ګډون په دغه هېوادو کې پخواني ارزښتونو او سنتونو ته زیان اړولی دی.

د جنګ تر کلونو مخکې د افغانستان په ډيرو کليوالو سيمو کې نجونې منګي پر سرونو کتار کتار ګودرونو ته تللې،اوبه يې راوړې او د زوړنو خواله يې کول خو اوس دغه دود مخ په زوال دی.

دا منظره د شاعرانو او هنرمندانو لپاره هم خورا زړه راښکونې او رومانتيکه وه.

خو اوس يوه څيړنيز بنسټ موندلې چې مرستندویو موسسو پرته له دې چې دغه کلتوري ارزښت په پام کې ونيسي کليوالو ته پاکې اوبه برابرې کړې چې په وينا يې که دواړه خواوې په پام کې وای ښه به وه.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اونۍ په ځانګړي رپوټ کې همدې موضوع ته کتنه کړې، چې به ګډه یې اورو.