پر طالبانو او پاکستان د حکیم الله د وژنې اغیز
تېره ورځ د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسعود د امريکا بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې ووژل شو.
د پاکستان د طالبانو غورځنگ يا تحريک طالبان پاکستان پر مشر حکيم الله مسعود چې د زرگونو کسانو د مړينې مسوول بلل کېږي، د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې پنځه ميليون ډالر جايزه اېښې وه.
د حکیم الله مسعود له وژل کېدا یوه ورځ وروسته اوس پاکستاني طالبانو یې د ځای ناستي ټاکلو لپاره غونډه پیل کړې ده.
د حکیم الله وژنه د پاکستان لپاره څومره مهمه وه او اغیز به یې پر طالبانو څه وي؟ په دې اړه زموږ د همکار محمد زاهد څرګندونې