پېلوزی: د ښځینه ادیبانو په نوم
نننۍ پيلوزي د ښځينه شاعرانو په نامه بلوو. د نيمروز شاعره او ليکواله شاه گل گلزاده حقدوست په کابل کې د مېرمن ادبي او کلتوري بهير له خوا ولمانځله، په همدې پلمه د ياد شوي بهير د ښځينه شاعرانو د زړونو وريښمين احساسات په يوه مشاعره کې اورو.
له يوې داسې شاعرې سره د زړه خواله لرو، چې بهيرونو ته د تللو اسانتيا نه لري، او د زړو اردو فلمونو يوه نوميالۍ لوبغاړې او سندرغاړې له دې نړۍ وکوچېده، خو نور څه هم لرو راسره يې واورﺉ.