د کابل لارو کوڅو کې د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا جشن

د کابل لارو کوڅو کې د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا جشن

زرګونه کسان د کابل لارو کوڅو ته راوتلي وو او د افغان ملي لوبډلې بریا یې ولمانځله.
د عکس تشریح، زرګونه کسان د کابل لارو کوڅو ته راوتلي وو او د افغان ملي لوبډلې بریا یې ولمانځله.
د جشن په ګډونوالو کې د ژوند د هر اړخ اړوند کسان ښامل وو.
د عکس تشریح، د جشن په ګډونوالو کې د ژوند د هر اړخ اړوند کسان ښامل وو.
شارجه کې د افغان کرېکټ لوبډلې له بریا سره هممهاله د کابل لارې کوڅې د خوښۍ له جشن لمانځونکو ډکې شوې.
د عکس تشریح، شارجه کې د افغان کرېکټ لوبډلې له بریا سره هممهاله د کابل لارې کوڅې د خوښۍ له جشن لمانځونکو ډکې شوې.
بې شمېره ماشومان هم د خوښۍ په مراسیمو کې له خپلو مشرانو سره یوځای شامل وو.
د عکس تشریح، بې شمېره ماشومان هم د خوښۍ په مراسیمو کې له خپلو مشرانو سره یوځای شامل وو.
د افغانستان ملي بیرغ په لاس ځوانانو د کابل په مرکزي کرېکټ سټېډم کې د خپلې ملی کرېکټ لوبډلې بریا لمانځله.
د عکس تشریح، د افغانستان ملي بیرغ په لاس ځوانانو د کابل په مرکزي کرېکټ سټېډم کې د خپلې ملی کرېکټ لوبډلې بریا لمانځله.
افغان لوبډلې د کینیا لوبډلې ته د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې له یوې اسانه سیالۍ وروسته ماتې ورکړه.
د عکس تشریح، افغان لوبډلې د کینیا لوبډلې ته د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې له یوې اسانه سیالۍ وروسته ماتې ورکړه.
کینیا ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې د ۳ وېکټو په غورځېدو په خورا اسانۍ سره تر لاسه کړ.
د عکس تشریح، کینیا ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې د ۳ وېکټو په غورځېدو په خورا اسانۍ سره تر لاسه کړ.
د کابل پر سړکونو بې شمېره پلي او موټرو کې ناست کسان د مرکزي سټېډیم لور ته روان وو.
د عکس تشریح، د کابل پر سړکونو بې شمېره پلي او موټرو کې ناست کسان د مرکزي سټېډیم لور ته روان وو.