د مغول امپراتور همایون مقبره بیا ورغوول شوه

د هند په پلازمېنه ډیلي کې د مغول امپراتور همایون مقبره د اغاخان فاونډېشن له لوري بیا ورغوول شوه.

د همایون مقبره په ۱۶ پېړۍ کې جوړه شوې، چې د هند په پلازمېنه ډیلي کې تېره اونۍ له شپږ کلنۍ بیا رغوونې وروسته پرانیستل شوه. د مغل امپراتور همایون دغه مقبره په ۱۵۶۵ کال کې د ایران د ودانیزو چارو ماهر میراک مرزا غیاث په لاس ورغول شوه.
د عکس تشریح، د همایون مقبره په ۱۶ پېړۍ کې جوړه شوې، چې د هند په پلازمېنه ډیلي کې تېره اونۍ له شپږ کلنۍ بیا رغوونې وروسته پرانیستل شوه. د مغل امپراتور همایون دغه مقبره په ۱۵۶۵ کال کې د ایران د ودانیزو چارو ماهر میراک مرزا غیاث په لاس ورغول شوه.
دودانیزو چارو زرګونو هنرمندو کارګرو د یونیسکو له لوري د تاریخي ابدې په توګه د نومول شوې ودانۍ د بیا رغونې چارې تر سره کړې.
د عکس تشریح، دودانیزو چارو زرګونو هنرمندو کارګرو د یونیسکو له لوري د تاریخي ابدې په توګه د نومول شوې ودانۍ د بیا رغونې چارې تر سره کړې.
د بیا رغوونې چارې د اغا خان فاونډېشن کلتوري څانګې پر غاړه واخیستې او د سر دوراب جي ټاټا مرکز ورسره مرسته وکړه. دغه چارې د هند ارکیالوژیکل سروې په مرسته تر سره شوې.
د عکس تشریح، د بیا رغوونې چارې د اغا خان فاونډېشن کلتوري څانګې پر غاړه واخیستې او د سر دوراب جي ټاټا مرکز ورسره مرسته وکړه. دغه چارې د هند ارکیالوژیکل سروې په مرسته تر سره شوې.
د تېږو توږونکو، پلاستر، بنایانو، کاشي نصب کوونکو کارګرو ۲۰۰۰ کاري ورځې وخت ونیو، چې مقبره او شاوخوا ودانۍ ورغوي.
د عکس تشریح، د تېږو توږونکو، پلاستر، بنایانو، کاشي نصب کوونکو کارګرو ۲۰۰۰ کاري ورځې وخت ونیو، چې مقبره او شاوخوا ودانۍ ورغوي.
اغا خان فاونډېشن او د هند ارکیالوژیکل سروې له ازبکستانه د کارګرو روزنې لپاره ماهرین وبلل. ازبکستان د بابر ټاټوبی و، چې د مغلو امپراتورۍ بنسټ یې کېښود.
د عکس تشریح، اغا خان فاونډېشن او د هند ارکیالوژیکل سروې له ازبکستانه د کارګرو روزنې لپاره ماهرین وبلل. ازبکستان د بابر ټاټوبی و، چې د مغلو امپراتورۍ بنسټ یې کېښود.
څو میلیون کیلو کنکریټ، چې شلمه پېړۍ کې پر چت پروت و، د لړزې کمولو لپاره د ډبرې توږونکو له لوري د لاسي الاتو په وسیله لرې کړل شو.
د عکس تشریح، څو میلیون کیلو کنکریټ، چې شلمه پېړۍ کې پر چت پروت و، د لړزې کمولو لپاره د ډبرې توږونکو له لوري د لاسي الاتو په وسیله لرې کړل شو.
دغه بیا رغوونه، په هند کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب اړوند تر ټولو ستره پروژه ده.
د عکس تشریح، دغه بیا رغوونه، په هند کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب اړوند تر ټولو ستره پروژه ده.
کارګرو په ګنبدونو کې شته، تړاوونه د چونې په وسیله سریښ کړل او پر چتونو شوي کاشي کار یې بیا ورغاوه.
د عکس تشریح، کارګرو په ګنبدونو کې شته، تړاوونه د چونې په وسیله سریښ کړل او پر چتونو شوي کاشي کار یې بیا ورغاوه.
د بلیو پر سر شته هره تېږه وازمویل شوه، چې د ویجاړۍ مخه یې ونیوله شي. له لس سلنې ډېرو ډبرو پر ځای، د هغو تخنیکونو او الاتو په مرسته، چې مغل بنایانو کارول، نورې ځای پر ځای شوې.
د عکس تشریح، د بلیو پر سر شته هره تېږه وازمویل شوه، چې د ویجاړۍ مخه یې ونیوله شي. له لس سلنې ډېرو ډبرو پر ځای، د هغو تخنیکونو او الاتو په مرسته، چې مغل بنایانو کارول، نورې ځای پر ځای شوې.
 د مقبرې او شاخوا دهلیزونو او لارو نژدې ۲۲۵۰۰۰ سکوایر فوټه سیمیټي پلستر، چې په شلمه پېړۍ کې پرې موښل شوی وو، لرې او پر ځای یې د چونې پلستر ولګول شو.
د عکس تشریح، د مقبرې او شاخوا دهلیزونو او لارو نژدې ۲۲۵۰۰۰ سکوایر فوټه سیمیټي پلستر، چې په شلمه پېړۍ کې پرې موښل شوی وو، لرې او پر ځای یې د چونې پلستر ولګول شو.
د دغې مقبرې بیا رغوونه به د ډېرو سیلانیانو توجه ځانته کړي، چې د ډېرو تاریخپوهانو په خبره د تاج محل په جوړښت کې یې هم اغېز تر سترګو کېږی.
د عکس تشریح، د دغې مقبرې بیا رغوونه به د ډېرو سیلانیانو توجه ځانته کړي، چې د ډېرو تاریخپوهانو په خبره د تاج محل په جوړښت کې یې هم اغېز تر سترګو کېږی.