پېلوځی: د مشهورو څېرو انځورګري

دا لومړی ځل دی چې د یوې پښتنې پېغلې انځور د انځورګر جوناتان یېو له خوا کښل شوی او د نندارې لپاره ځوړند دی
د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې د یوې پښتنې پېغلې انځور د انځورګر جوناتان یېو له خوا کښل شوی او د نندارې لپاره ځوړند دی

د ملالې یوسفزۍ کښلی انځور د برتانیا د انځورونو په ملي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د یوې پښتنې پېغلې انځور د انځورګر جوناتان یېو له خوا کښل شوی او د نندارې لپاره ځوړند دی.

ملاله چې د زده کړو او په ځانګړه توګه په سوات کې د نجونو د زده کړو مبارزه وه تېر کال ټوپکوالو وويشته خو د درملنې لپاره په الوتکه کې برتانیا ته راولېږل شوه.

روغه شوه او اوس په برمنګهم کې ژوند او زده کړه کوي.

ښاغلی یېو وایی: "ویاړي چې د ملالې انځور چې د ده په وینا زموږ د پېر یوه تر ټولو الهام بښونکې څېره ده، د کښلو ویاړ ور په برخه شو."

دا انځور ملاله په داسې حال کې ښیي چې د ښوونځي کورنی کار کوي.

انځور د هغې له ژوندۍ څېرې لوی دی.

ښاغلي یېو ملاله په اپرېل کې وليده.

دی وایی خوښ دی چې د ملالې او د هغې له کورنۍ سره یې د څه مودې د تېرولو اجازه تر لاسه کړه او په پای کې یې د هغې انځور وکيښ.

د هغې په انځور کې د یوه معصومې ماشومې څېره ده چې په عین مهال کې ډېره ځواکمنه ده.

دا انځور به وروسته پلورل کېږي او له هغه لاس ته راغلې پیسې به د ملالې مالي صندوق ته ورکولې کېږي چې د نجونو د زده کړې له پاره کار کوي.

لاري جونس د انګلستان له بېډفورډه دی، هغه وایي، ملاله نه پېژني، خو يوازې له رسنیو خبر شوی دی، دا هغه نجلۍ ده چې طالبانو وویشتله، دا ښه خبره ده چې د هغې انځور دلته دی د هغې زړورتیا باید ولمانځله شي.

ملاله چې څه موده مخکې یې د ماشومانو د سولې جایزه هم وګټله وایی: "ویاړي چې د انځورونو ملي نندارتون د هغې انځور نندارې ته وړاندې کوي."

دا انځور به بيا پلورل کېږي او پیسې به يې د ملالې صندوق ته ورکولې کېږي چې د نجونو د زده کړې لپاره يې ځانګړی کړی دی
د عکس تشریح، دا انځور به بيا پلورل کېږي او پیسې به يې د ملالې صندوق ته ورکولې کېږي چې د نجونو د زده کړې لپاره يې ځانګړی کړی دی

نوموړې له انځورګر یېو هم مننه وکړه چې د هغې ريښتونی انځور یې کښلی دی.

ملاله زیاتوي د جوناتان یېو د انځور له لوري ګټل شوې پيسې به ماشومانو ته د زده کړې په برخه کې ګټورې پرېوځي.

د ایرلند له پلازمېنې یوه مېرمن چې نندارتون ته راغلې وایی:

"زما په نظر دا چې د دې انځور عنوان چې هغه نجلۍ چې لولي، د هر څه څرګندونه کوي.دا هغه نجلۍ ده چې له پوهې او زده کړې سره سرو کار لري، هغې غوښتل چې ښوونځۍ ته ولاړه شي. دا انځور ښيي چې یوه خوږه نجلۍ د کتاب لوستلو په حا ل کې ده او همدا د جوناتان یېو د خلاق ځواک نښه ده. دا انځورګر په ډېره زوړورتیا سره مهمه مسله په ګوته کوي."

د انځورونو ملي نندارتون په ۱۸۵۶م کال کې په لندن کې جوړ شو او موخه یې د هغو کسانو د انځورنو ښوول دي چې د برتانیې د تاریخ، کلچر او تمدن په برخه کې یې ونډه لرلې ده.

دلته د نړۍ خورا مهم انځورونه ځوړند دي.

د نورو ملي موزیمونو په څېر د دې نندارتون مالي ملاتړ هم د حکومت، شرکتونو، کسانو او ټکټ پلورلو له لارې کېږي.

د جوناتان یېو د انځورګرۍ سټوډیو ته ورغلم او له نوموړي مې وپوښتل ولې یې د ملالې انځور کښلو ته ملا وتړله؟

جوناتان راته وویل: "ما د انځورونو په ملي نندارتون کې د خپلو انځورونو د ښوولو تکل وکړ. ما نه یوازې هغه څوک چې دلته په ملي کچه شهرت لري بلکه د هغه چا د ا نځورولو تکل وکړ چې په نړیواله کچه مشهور وي. زما په نظر نن سبا په نړۍ کې کم داسې کسان شته چې د ملالې په څېر مشهور دي او د خلکو په زړونو کې ځای لري. زما لپاره یوه چې د هغې د انځور کښلو موکه مې تر لاسه کړه او له دې پروژې سره مخکې ولاړم."

جوناتان زیاته کړه: "په دې نندارتون کې ما د نیکول کېدمن او هیلن بونمکارتر او کیون سپيسي په ګډون د ځینو فلمي ستورو، د پخواني صدارعضم توني بلیر او نورو مشهورو کسانو انځورونه نندارې ته وړاندې کړي دي."

د کونړ انځورګري

که د لندن په ښکلو او زړه وړونکو نندارتونونو کې د ملالې انځور کتلو ته زرګونه کسان ورځي خو په کونړکې د انځور ګر او خطاط شېر محمد یوسفزي د خلاقیت ارزښت له سترګو پناه شوی او هسې چې ښایي قدر یې نه کېږي.

ښاغلی یوسفزی وایی د کمپيوټر په راتګ سره خطاطي کمزورې شوه، خو لاهم غواړي افغان زده کوونکو ته د خطاطۍ او انځور ګرۍ روزنه ورکړي که هغه وړیا هم وي.

له حکومته یې یوازینی غوښتنه دا ده چې ښوونځیو ته یې ور وپېژني چې دی زده کوونکو ته خطاطي او انځورګري ور وښيي.

له ښاغلي یوسفزي سره په کونړ کې زموږ همکار نعمت الله کاریاب مرکه کړې ده.

د ټوروڼټو فلم فسټيوال

د کاناډا په تورنتو کې د فلمونو ۳۸ نړیوال پیل شو.

دلته د فلمونو او موزیک د صنعت څېرې سره راټول شوي دي.

د نایتلي په نوم سندرغاړې له نوې سندرې سره فستیوال ته ورغلې چې ژوند دې خوندي ساته نومېږي.

د برتانیې نه هم فلمي او موسیقي څېرې فسیتوال ته ورغلې دي.

د افغانستان لروغني اثار

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان څو لرغوني اثار دغه هېواد ته وسپارل.

دا په تېرو اتو کلونو کې څلورم ځل دی چې د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته لرغوني اثار بېرته ګرځوي.

د امریکا د ګمرکونو مامورینو په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په یو لړ مراسمو کې افغان سفیر اکلیل حکیمي ته د افغانستان لرغوني اثار وسپارل.

دا اثار د امریکا په ګمرکونو کې له قاچاقبرو څخه نیول شوي ول.

د امریکا د ګمرک چارواکو وویل چې دا اثار، چې د شرابو یو رومي جام او یو شمېر طلايي وسایل ول، د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د نیوجرسي په نیوارک هوايي ډګر کې د تلاشۍ په مهال نیول شوي وو.

رومي جام له پنځمې تر اتمې پېړۍ پوري تړاو لري.

درې نور اثار د پنځمې میلاد مخکې پېړۍ دي.

د سرو زرو اثار په اوولسمه پېړۍ پوري تعلق لري.

د هرات ادبي بهير

بیاهم افغانستان او د دې هېواد په لویدیځ هرات کې د مختلفو کلتوری – ادبی ټولنو په نوښت ادبی بهیر جوړ شوی دي.

د دغه بهیر د جوړولو موخه دا ده چی په سیمه کی د پښتو ادبیاتو د ودی لپاره فعاله کتلوری ټولنی سره یوموټی کړی.

لویدیځ ادبی بهیر به د دی نه وروسته د افغانستان په نورو ولایتونو کې د مخکې جوړو شویو ادبي بهیرونو سره نیږدې اړیکی ټینګوی.

محمد قاضی زاده د لویدیځ ادبی بهیر د مرستیال عبدالقیوم مجروح سره مرکه کړی .