پېلوځی: هندي سیاستوال له افغانستانه د بودا کچکول غواړي

د افغانستان د موزیمونو مشر عمراخان مسودي دا مني چې د بودایانو د مهال یو لوی دېګ په ملي موزیم کې شته.
د عکس تشریح، د افغانستان د موزیمونو مشر عمراخان مسودي دا مني چې د بودایانو د مهال یو لوی دېګ په ملي موزیم کې شته.

د هند د پارلمان یوه غړي پراساد سېنګ له خپل حکومته غوښتي چې د بودا هغه کچکول چې د کابل په موزیم کې دی، دوی ته ورکړي.

دی ادعا کوي چې د بودا کچکول په بیهار ایالت پورې اړه لري او له هغه ځایه د ده په وینا نیواکګرو د کنېشکا پاچا پلازمېنې ته او وروسته کندهار ته وړی دی.

د افغانستان د موزیمونو مشر عمراخان مسودي دا مني چې د بودایانو د مهال یو لوی دېګ په ملي موزیم کې شته خو هغه د افغانستان دی او د هغه زیاتې پېژندنې ته اړتیا ده.

افغان لرغون پېژندونکی او په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون مشر رسول باوري د کچکول( دېګ) په تاریخ غږېږي.

د پښتو ادب بل ستوری پرېوت

دا اوونۍ لیکوال، ډرامه لیکونکی او څېړونکی عبدالقدوس درانی په کوټه کې د زړه ناروغۍ له امله د ۷۵ کلو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړي د کوټې اسلامیه لوړ ښوونځي او پنجاب پوهنتون کې زده کړې کړې وې .

د کوټې په لومړني پښتو سیمنار کې یې د سرو زرو مډال تر لاسه کړی و.

هغه د بلوچستان د عامه اړيکو په څانګه کې د اطلاعاتو د مرستيال مشر پاتې شوی و.

ارواښاد دراني په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو تر لسو زیات اثار لیکلي او ځینې ناچاپ اثار هم ترې پاتې دي.

په هاند او ژوند یې غږېږو.

مرثیه څه شی دی؟

مرثیه یا ویرنه د شعر هغه ډول دی چې له عربي ژبې پښتو او د سیمې نورو ژبو ته ورغلی دی.

دا نظمونه معمولا د مړو شوو یا وژل شوو کسانو د ویر لپاره ویل کېږي.

په ویرنه کې شاعر د تللي کس ستاینه کوي او خپلوانو ته یې صبر غواړي.

په پښتو ادب کې د غوریانو له پېره یوه قصیده را پاتې ده چې د پاچا په مړینه کې ویل شوې ده.

د شیخ اسد سوري مرثیه چې په ۴۲۵هجري کې ویل شوې له ادبي پلوه پوره بلله کېږي.

خو وروسته د هغو ډول بدل شو.

د خپل ځلمي زوی نظام او لمسي معضم خان په مړینه د خوشال بابا مرثیه، د ګل خان په مړینه د رحمان بابا مرثیه او د خپلو لوڼو په مړینه د پیرمحمد کاکړ مرثیې ادبي شهکار بلل کېږي.

د فلمونو نړیوال فیسټیوال

د ویانا د فلمونو ۷۰م نړیوال فیسټیوال د اوسکار جایزو ګټونکو جورج کلوني او ساندرا بولک د جازیې په فلم سره پرانیستل شو.

له هالیووډ ستورو سره د فلم ډایرکتر مکسیکویی الفونسو کوارون هم ملګری و.

فلم د هغو دوو ستور مزلو کیسه کوي چې په ژوره خلا کې یې کاڼي فضایی بېړۍ له منځه وړي.

د نیکولاس کېګ، مات دمون، زاک اېفرون او نورو په ګډون ستوري به هم په فیسټیوال کې خپل فلمونه وځلوي.

د منصفه هیت مشري د ایټالوي فلم جوړوونکي بېرناردو بېرتالوچي په غاړه ده.

د لومړي ځل لپاره په فیسټیوال کې دوه مستند فلمونه هم ښوول کېږي.

یوه اوونۍ وروسته به مالومیږي چې د سږني فیسټیوال د طلایی زمري جایزه به څوک تر لاسه کوي؟

تر ټولو شتمن سندرغاړي

په امریکا کې د فوبز مجلې د هنر، فلمونو او موسیقۍ د هغو لسو ستورو نومونه په ډاګه کړي چې تر نورو یې زیاتې پیسې ګټلې دي.

د پاپ موسيقۍ ستورې مډونا په تېر يوه کال کې تر ټولو زياته ګټونکې وه، او د اوپېرا وېنفري او سټيون سپيلبرګ په څېر نورو ستوريو نه مخکې شوې ده.