افغانستان کې ولې ځینې ډلې ناقانونه وسلې وېشي؟
په دې وروستيو کې د افغانستان له ځينو سيمو نه داسې رپوټونه را رسېدلي چې ګواکې ځينې ډلې او وګړي ناقانونه وسلې وېشي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې دى او دغه راز رپوټونو د خلکو اندېښنې را پارولي.
دا چې دغو کسانو چې ادعا کېږي وسلې وېشي، له دې موخه څه ده؟ دا پوښتنه مو د سياسي او پوځي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي مخې ته کېښوده.