ستاسې نظر: خیراتونه باید څنګه منظم شي؟

مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې تر بل هر وخت زیات خیراتونه کوي، صدقه، سرسایه او زکات ورکوي.
خو دا ټولې مرستې څنګه ترتیب او تنظېمېږي؟
ستاسو په ګومان په افغانستان کې د زکات او صدقې ورکولو سیستم څنګه کار کوي؟
دا مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي او د هغو د ښه تنظیم او عادلانه وېش له پاره باید څه وشي؟
پر دې او نورو پوښتنو د سې شنبې ستاسې نظر پروګرام دلته اورېدی شئ، چې کوربه يې سپين تڼی و.