غونډې بدلې خو پیغام یې یو، له ملالې سره روژه ماتی
د نجونو د تعلیم غوښتونکې ملاله د ډیرو افغانانو لپاره چې ټولنه یې د نجونو د زدکړې په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګران ده یوه اتله ده.
برتانیا کې د افغان زدکوونکو ټولنې ملاله یوسفزۍ په لندن کې د یوه روژه ماتي لپاره میلمنه کړه وه. ملمستیا ته په لندن کې د افغانستان سفیر په ګډون نورو افغانان هم راغلي وو.
دغه غونډه کې افغان سفير داود يار ملالې ته د ولسمشر حامد کرزي شخصي لیک وسپاره چې په کې ولسمشر کرزي دې ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.
ملالې سره د یوه روژه ماتي تر نامه لاندې غونډی جوړونکي وايي د ملالې په بلنه دوی هیله لري د پوهنې د غوړولو پیغام خلکو ته ورسوي.
د اسمعیل میاخیل رپوټ