هند کې تاریخي ټیلیګرام خدمتونه تړل کېږي

د جولای په ۱۵ هندوستان کې د ټیلیګرام خدمتونه پای ته رسېږي، چې ۱۶۰ کاله مخینه لري.

هند کې د ټیلیګرام ۱۶۰ کاله پخواني خدمتونه د (کاروبار ټپ) کېدو له کبله د جولای په ۱۵ پای ته رسېږي. ټیلیګرام دټیلیفون له راتګه مخکې د اړیکو ارزانه او چټکه وسیله وه.
د عکس تشریح، هند کې د ټیلیګرام ۱۶۰ کاله پخواني خدمتونه د (کاروبار ټپ) کېدو له کبله د جولای په ۱۵ پای ته رسېږي. ټیلیګرام دټیلیفون له راتګه مخکې د اړیکو ارزانه او چټکه وسیله وه.
اوسمهال ټول هند کې د ټیلیګرام خدمتونو ۷۵ حکومتي مرکزونه دی، چې نژدې ۱۰۰۰ کسان په کې په دندو بوخت دي. له دې مرکزونو څخه ډېر یې وران ویجاړ حالت کې دي.
د عکس تشریح، اوسمهال ټول هند کې د ټیلیګرام خدمتونو ۷۵ حکومتي مرکزونه دی، چې نژدې ۱۰۰۰ کسان په کې په دندو بوخت دي. له دې مرکزونو څخه ډېر یې وران ویجاړ حالت کې دي.
چارواکي وايي هره ورځ نژدې ۵۰۰۰ ټیلیګرامونه له دې مرکزونو څخه لېږل کېږي، چې اکثر د دولتي ادارو، سوداګرو له لوري د کورنۍ غړو د مړینې په باب د معلوماتو ورکولو لپاره دي.
د عکس تشریح، چارواکي وايي هره ورځ نژدې ۵۰۰۰ ټیلیګرامونه له دې مرکزونو څخه لېږل کېږي، چې اکثر د دولتي ادارو، سوداګرو له لوري د کورنۍ غړو د مړینې په باب د معلوماتو ورکولو لپاره دي.
د ۱۹۹۰ تر لسیزې پورې اکثر خبریالانو له سیمې څخه خپلو ادارو ته د ټیلیګرام له لارې رپوټوڼه لېږل. د یوې ورځپاڼې مدیر وايي، داسې یو راپور یې یاد دی، چې په ۲۲ مخونو کې وزته استول شوی و او په ډېرو تورو یې نه پوهیده. دی وايي د هغه راپور په بیا چمتو کولو یې درې ساعته وخت لګېدلی و.
د عکس تشریح، د ۱۹۹۰ تر لسیزې پورې اکثر خبریالانو له سیمې څخه خپلو ادارو ته د ټیلیګرام له لارې رپوټوڼه لېږل. د یوې ورځپاڼې مدیر وايي، داسې یو راپور یې یاد دی، چې په ۲۲ مخونو کې وزته استول شوی و او په ډېرو تورو یې نه پوهیده. دی وايي د هغه راپور په بیا چمتو کولو یې درې ساعته وخت لګېدلی و.
په ۲۰۱۱ کې د هندوستان حکومت ۶۰ کاله وروسته د ټیلیګرام بیې لوړې کړې. اوس د ۵۰ توري درلودونکي پیغام لپاره چې د ټیلیګرام له لارې استول کېږي، باید ۲۷ هندي کالداري ورکړل شي.
د عکس تشریح، په ۲۰۱۱ کې د هندوستان حکومت ۶۰ کاله وروسته د ټیلیګرام بیې لوړې کړې. اوس د ۵۰ توري درلودونکي پیغام لپاره چې د ټیلیګرام له لارې استول کېږي، باید ۲۷ هندي کالداري ورکړل شي.
خدمتونه هم عصري شول. اوس پیغام یوه کمپیوټر ته ورکول کېږي او له دې لارې استول کېږي، چې وروسته یې د پوسته خانې کارکوونکي لاس په لاس رسوي.
د عکس تشریح، خدمتونه هم عصري شول. اوس پیغام یوه کمپیوټر ته ورکول کېږي او له دې لارې استول کېږي، چې وروسته یې د پوسته خانې کارکوونکي لاس په لاس رسوي.
د ټیلیګرام دفتر یوه کارکونکې هغو پیغامونو ته ګوري، چې د پرنټر له لارې چاپ کېږي.
د عکس تشریح، د ټیلیګرام دفتر یوه کارکونکې هغو پیغامونو ته ګوري، چې د پرنټر له لارې چاپ کېږي.
۱۸۵۴ کال هند کې د ټیلیګرام خدمتونه پیل شول.
د عکس تشریح، ۱۸۵۴ کال هند کې د ټیلیګرام خدمتونه پیل شول.
په تشریفاتي توګه به دغو خدمتونو ته داسې د پای ټکی کېښودل شي، چې د جولای په ۱۵ استول شوی وروستی ټیلیګرام به موزیم کې کېښودل شي.
د عکس تشریح، په تشریفاتي توګه به دغو خدمتونو ته داسې د پای ټکی کېښودل شي، چې د جولای په ۱۵ استول شوی وروستی ټیلیګرام به موزیم کې کېښودل شي.