پارلمان ته د ټاکنیز کمیسیون خبرداری
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که ملي شورا له خپلو دوبنیو رخصتیو مخکې د ټاکنو اړوند قوانین تصویب نه کړي، مجبور دي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ولسمسر د تقنیني فرمان له مخې تر سره کړي.
ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د ملي شورا غړي خپلې دوبنۍ رخصتۍ پیل کړي.
ولسي جرګې د ټاکنو دقانون او ټاکنو د کمیسیون د واکونو او تشکیلاتو مسودې تصویب کړي، خو مشرانو جرګې رد کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، فضل احمد معنوي وايي، د دغو قوانینو د تصویب ځنډېدو اندېښمن کړی او وايي ممکن نور ځنډېدل یې پلې کېدل ناشوني کړي.
له ښاغلي معنوي سره زموږ همکار حفیظ الله معروف مرکه کړې ده.