طالبان: د قطر دفتر د "نيواک" ختمولو لپاره جوړ شوى
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د جون پر ۱۸ مه د سيد طيب اغا په مشرۍ پرانستل شو.
ټاکل شوې ده چې نژدې راتلونکې کې به امريکا او افغان حکومت سره ددې دفتر له لارې خبرې پيل شي.
دا چې طالبان د خبرو لپاره د کومو شرطونو له مخې تيار شوي، د قطر دفتر به څه ډول هدفونو لپاره کارول کېږي؟
دا او نورې پوښتنې عنايت الحق ياسيني د طالبانو د قطر دفتر وياند، ډاکټر محمد نعيم، سره د دفتر له پرانستې وروسته په لومړنۍ ځانگړې راډيوي مرکې کې څېړلې دي.