قطر کې د طالبانو دفتر او د افغانستان دریځ
د سه شنبې په ورځ (د جون ۱۸مه) د قطر په دوحه ښار کې د طالبانو لپاره یو سیاسي دفتر پرانستل شو. امریکا هم اعلان وکړ چې د طالبانو سره د سولې خبرې کوي خو د دغه اعلان وروسته کابل د واشنګټن سره د امنیتي تړون په تړاو د څلورم پړاو خبرې وځنډولې.
د دې تر څنګ ولسمشر کرزی وویل طالبانو سره د سولې په خبرو کې به تر هغې برخه وانخلي تر څو چې د سولې دغه پروسه د افغانانو تر مشرۍ لاندې تر سره نه شي.
افغان حکومت وايي د متحدو ايالاتونو د خبرو او عمل تر منځ توپير وجود لري.