محمد رسول ۳۰ کاله بینجو غږولې ده

د افغانستان دودیزې موسیقۍ ته په کتلو سره، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان موسیقۍ ډېر پرمختګ کړی دی، خو ځینې دودیز سندغاړي نیوکه کوي، چې دودیزې موسیقۍ ته ډېر پام نه دی شوی، بلکې په وینا یې له بهره راوارده شوې موسیقۍ ډېره دود شوې ده.

په همدې پلمه په کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون دراني د بینجو غږولو یوه مجلس ته ورغلی دی.