افغان ژباړونکي برتانیا کې پاتې کېدل غواړي
یو شمېر هغو افغان ژباړونکو په برتانیا کې د قانوني پاتې کېدو غوښتنه کړې ده، چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره ګډ کار کړی دی. له دې کبله درېیو افغان ژباړونکو په برتانیا کې د قانوني اوسېدو لپاره قضايي غوښتنلیکونه حکومت ته وړاندې کړي دي.