ولې مشرف د قضا په توقيف کې ساتل کېږي؟
د پاکستان يوې محکمې حکم کړى چې د دې هېواد پخوانى ولسمشر پرويز مشرف دې د نورو ۱۴ ورځو لپاره د قضا په توقيف کې وساتل شي.
هغه له يو شمېر هغو تورونو سره مخامخ دى چې پنځه کاله دمخه يې د واک له مهال سره تړاو لري.
هېواد کې د بېړني حالت اعلان او کور کې د ډېرو جګپوړو قاضيانو نظر بند کول په هغو تورونو کې راځي چې ښاغلى مشرف ورسره مخامخ دى.
هېواد ته د خيانت په ګډون په ټوله کې د هغه په وړاندې پنځه تورونه وړاندې شوي دي.
داچې پوځ به په دې برخه کې څه کوي او د نيول کېدوله خطرونو سره سره ښاغلى مشرف ولې بېرته هېواد ته ستون شو؟
په همدې اړه مو په پېښور کې د سياسي چارو له شنونکي رحيم الله يوسفزي سره مرکه کړې او لومړى مو ور نه پوښتنه کړې چې د څه لپاره د نورو ۱۴ ورځو لپاره به ښاغلى مشرف د قضا په توقيف کې ساتل کېږي؟