پیلوځی: افغان فلم جګړو نه دی زیانمن کړی

افغان حکومت وايي د هغو لرغونو ودانيو د بيارغاونې چارې چې په پام کې وې د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه د غزني په ښار کې ورغول شي تر سره شوې دي.
د چارواکو په وینا پاتې نورو چارې يې هم روانې دي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.
د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي د غزني د لرغونتيا په اړه تر دې دمه تر شلو زيات کتابونه هم د دوى له خوا خپاره شوي دي.
وزير سيد مخدوم رهين له بي بي سي سره په مرکه کې ټولې هغه نيوکې رد کړې چې ګواکې د دغو تاريخي ودانيو په بيا رغونه کې د هغو لرغونتوب ته پاملرنه نه ده شوې.
ښاغلى رهين وايي ټولې دغه ودانۍ د لرغون پېژندونکو تر څارنې لاندې جوړې شوې دي.
د خوشحال خټک په ژوند ډرامه جوړه شوه
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د خوشحال خان خټک د ژوند په اړه د تیاتر ننداره وښوول شوه.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزرات په نوښت دا ننداره د پېښور د نښتر تالار په سټېج وړاندې شوه.
د تیاتر په ننداره کې شاوخوا ۱۰۰ هنرمندان لوبېدلي دي.
په ډرامه کې د خوشحال د ژوند کیسه انځور شوې. د نوموړي د شعر، نثر، د آسونو او بازانو پالنه، ښکار، سیاسي او جنګي مشرتوب یاد شوی دی.
ډرامه له مغولو سره تر جګړې نیولې بیا د توري او قلم تر اتله، د خوشحال خټک پر کار نامو را څرخي.
د ډرامې لیکوال نورالبشر نوید وایي، کتونکي ته د لوی خوشحال په څېر د هر اړخیز مشر ورپېژندل ګرانه چاره وه خو هڅه یې کړې چې هغه د لوی شاعر، ننګیالي، سیاسي مشر او روښان فکر په توګه معرفي کړي.
د ښاغلي نويد په وینا ډېره موده وشوه چې پېښور تیاتر هېر کړی خو اوس چې په سیمه کې تاو تریخوالی او کړکېچ روان دی، د دې ډرامې پيل یوه ټولنیزه او کولتوري اړتیا ده.
تر دې پخوا دلته د رحمان بابا، بایزید روښان، باچاخان د ژوند په اړه ډرامې ښوول شوې وې.
له اسلام اباد، کوټې او کابله ورغلو مېملنو او د تیاتر مینه والو وغوښتل چې دا ډرامه په نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې شي.
افغان فلم له جګړو خوندي پاتې شوی دی
په افغانستان کې يوازينى ځاى چې د تنظيمي جګړو له سرو لمبو په امان کې پاتې شوى ښايي د افغان فلم ارشيف وي.
د افغان فلم د ارشيف په اړه ويل کېږي چې د سيمې په کچه يوازينى ارشيف دى چې شاوخوا ۷۰۰۰ فلمونه په کې خوندي ساتل شوي او په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې يې د نړیوالو ارشيفونو غړيتوب تر لاسه کړ.
په دغه ارشيف کې د پخواني پاچا د رسمي سفرونو او د هغه د ژوند په اړه له جوړو شوو فلمونو نيولې بيا تر هغو عشقي فلمونو پورې خوندي دي چې په تېرو لسيزو کې جوړ شوي دي.
د لندن ادبي فیسټيوال د شاعر یاد پر ځای کوي
په لندن کې د سږني ادبي فیسټيوال پر مهال به د شاعرې سېلوییا پلاټ په یاد یوازې ښځینه شاعرانې د هغې شعرونه لولي.
په پام کې ده چې څه د پاسه ۳۰ شاعرانې به د اېریېل له اثره چې د شاعرې تر ټولو غوره شعرونه په کې دي شعرونه ولولي.
شعرونه به د هغې له اصلي نسخې وي چې د ځان وژنې په مهال یې د مېز پر سر موندل شوي وو.
په لندن کې د سوت بنک د مرکز مشر وایي دا شعرونه د نړۍ له ښو لیکل شوو شعرونو څخه دي.
د پلاټ لور، فریدا هیوس به د لندن په شاهانه تالار کې د مې په وروستۍ اوونۍ کې د خپلې مور شعرونه د هغې مینه والو ته وښيي.
سېلوییا پلاټ د ژور خپګان تر ناروغۍ وروسته په ۳۰ کلنۍ کې ځان وواژه.
د نیویارک موزیم ته یو میلیارد ډالر ډالۍ شوې
د نیویارک د مېتروپولېټن د هنرونو موزیم ته زر میلیونه ډالر ډالۍ شوې دي.
دا پيسې د شاو خوا ۸۰ ګران بیو اثارو او انځورونو له لارې د لیونارډ لاودېر لخوا ورکړل شوې دي.
موزیم ته د پابلو پيکاسو، جورجز براګو، جوان ګرېس او فېرناند لېګېر اثار سپارل شوي دي.
۸۰ کلن لاودېر وایي دا اثار یې د نیویارک اوسېدونکو او د نړۍ له لروبره هغو سېلانیانو ته ډالۍ کړي چې د موزیم کتو ته ور درومي.
که د نیویارک موزیم سوغاتونه تر لاسه کوي نو د پاریس موزیم د غلو له لاسه لاهم تړلی پاتې دی.
د لاورې موزیم چې په نړۍ کې تر ټولو زیات سېلانیان لري، پرانیستنه یې ځنډېدلې ده.
د موزیم کار کوونکي د ځنډ دلیل دا بولي چې د ماشومانو په ګډون ځېنې غله سېلانیان او د موزیم کار کوونکي په نښه کوي.
د موزیم مشر وایي په دې اړه یې له پولیسو مرسته غوښتې ده.